د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ مرامنامه


بسم الله الرحمن الرحيم

 

 

 

د آزادي او پرمختگ له پاره، زمونږ دگران هيواد سياسي تاريخ ددي هيواد د بچيانو د حماسه جوړونكو سرښندنو او زرورو مبارزو څخه ډك و او دي،‌ چي دخپلواكي غوښتني، تجدپالني، مشروطه غوښتني، دموكراسي او عدالت غوښتني په غورځنگونو كي يي انعكاس موندلي او دوام لري.

 

ددي سره سره د ځينو عيني او ذهني عواملو او دلايلو پر بنسټ، د كورنيو سرغړوونكو د پرله پسي مخالفتونو او مقاومتونو، د باندنيو پراخو او بيا بيا لاسوهنو او د اوښتون غوښتون غوښتونكو ځواكونو د بي لاريو او اشتباهاتو له كبله، د وطن پالني او پرمختگ غوشتني مبارزي او هڅي بشپړي نه دي بريالي شوي، خو د افغاني تولني د پرمختگ او بيا رغوني بهير يي گړندي كړي،‌سياسي ركود او تولنيز انجماد يي له منځه وړي دي.  د پوهي كچه او د خلكو تشكل يي لوړكړي ، بدائي تجربي او د عبرت درسونه يي د هيواد د ملي مترقي غورځنگونو راتلونكو نسلونو ته پريښي دي.

 

د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا تولنيز غورځنگ خپل ځان،‌د هيواد مخكنيو مبارزو او دخپلواكي غوښتني، تجدد پالني او دموكراتيكو غورځنگونو دلړيو تعقيبونكي بولي، د هغوي ويارلي دودته ارزښت وركوي، د لاس ته راوړنو د ټينگښت او ساتني له پاره يي هڅه او هاند كوي، تجربي يي زده كوي او دخپلو كړنو سرمشق كوي يي.

 

د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا تولنيز غورځنگ ديوي دموكراتيكي، مدني، هوسا او عادلانه ټولني د جوړيدو له پاره ديوي لويي ملي ستراتيژي په توگه چي د يوهانو له خوايي سياسي كړنلاره او تگلاره تنظيم شوي او د بنسټيزو بدلونونو او د سياسي، اقتصادي، فرهنگي، او ټولنيزو ريفورمونو په راوستلو كي به پلي كيږي، مبارزه كوي.

 

 

 

 

) اول (

 

د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ ليدلوري او مرامي اصول

 

 

د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ دخپلي سياسي كړنلاري او تگلاري په تدوين كي د خپلي مبارزي او فعاليت له پاره لانديني ليدلوري او اصول، دلارښود په توگه ټاكي:

 

1.    افغانستان واحد، خپلواك، يوموټي او نه تجزيه كيدونكي هيواد دي. هيوادني لوړي گټي او مصالح يعني سياسي خپلواكي، ملي حاكميت، ملي يووالي، ځمكني تماميت، ملي امنيت، اقتصادي گټي، د هيواد سمسورتيا، د هر افغان سوكالي او نيكمرغي، د هيواد نري وال اعتبار لوړتيا او پياوړتيا، د نوموړو موخو د پلي كيدوله پاره د كورنيو او نړي والو مساعدو شرايطو تأمين، د هيواد پالني روحيه، د افغانستان ددموكراسي او پرمختيا سراسري غورځنگ موخي تشكيلوي.

 

2.    د خلكو اراده، د ملي حاكميت او حكومت د ځواكمني سرچينه او بنست جوړي. دا اراده بايد د دموكراتيك دولت په ټينگښت او پر دموكراسي ولار نظام كي تأمينه شي. په داسي توگه چي حكومتونه د خلكو له رايو، آزادو، منصفانه او نوبتي تاكنو او دخلكو د استازو له خوا د وضع شوو قوانينو له لاري خپل مشروعيت پيدا كوي. د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ، دموكراسي ته ارزښت وركوي، باور پري لري او د پلي كيدوله پاره يي مبارزه كوي.

 

3.    انسان، د مبارزي او توليزو فعاليت هدف دي  او انسانان په ذاتي توگه د نه سلبيدونكو انساني حقوقو او آزاديو درلودونكي دي. د آزادي بنست، فردي آزادي ده او د فرد آزادانه تكامل د توليز تكامل شرط دي. د انسان آزادي او درناوي، پر خپل برخليك دده حاكميت،‌مادي او معنوي سوكالي، د مدني او بنستيزو حقوقو تأمين، په تولنه كي د عدالت، پرمختگ او سولي شرط گڼل كيږي. هر هيوادوال د قومي، نژادي، سيمه ييزو، مذهبي، جنسي، تولنيزو او اقتصادي علايقو پرته د قانون او مدني ارزښتونو سره سم هيوادني او انساني برابر حقوق لړي.

 

 

 

 

د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ د بشر د حقوقو نړي واله اعلاميه د مدني او انسان سالاري ټولني بنسټ، د بشريت د مبارزي لويه لاس ته راوړنه او دخپل مرام جوهر گني او پلي كيدو ته يي ځان ژمن بولي.

انسانيت دعام بشري ارزښت په توگه او د بشر د حقوقو داعيه د انسانيت د اصل په توگه، نه ښايي چي دايډيولوژيكي پلوي او سياسي مصلحتونو قرباني شي.

 

4.    افغاني ټولنه د ډيرو بي عدالتيو څخه كړيږي.  بيوزلي او محروميت، د ظلم د بيلابيلو ډولونو شته والي، اود ټولنيزو وروسته پاتي ظالمانه مناسباتو تسلط، ددي بي عدالتيو څرگندي بيلگي دي.

د انساني عزتمنده ژوندانه او د انسان د حيثيت او شان سره دا وضعيت وړ او مناسب نه دي. په حقيقت كي همدا تولنيز وضعيت د سياسي او ټولنيزو چاودنو او كړكيچنو زيږنده گڼل كيږي.

د نړي والي پرمختيا تيوري او تجربه، ددي تائيدونكي ده چي د، شتمنيو او قدرت د تمركز نشتوالي يعني د يو دموكراتيك دولت ټينگښت، د ملي عايداتو او شتمنيو عادلانه ويش، د تولنيزو تأميناتو په ډگر كي د برابرو فرصتونو رامنځ ته كول، د ټولني د بيوزلو قشرونو د اړتياوو پوره كول،‌د طبقاتي فاصلي راكمول، د ټولنيزو- اقتصادي پرمختللو مناسباتو ټينگښت او په پايله كي د بي عدالتيو څخه پاكه يوه هوسا و عادلانه ټولنه جوړيدل، د ټولنيز عدالت او پرمختگ د تأمين له پاره اصولي او معقولي لاري او كړنلاړي دي.

تولنيز عدالت د دموكراسي او آزادي سره منطقي او ارگانيك تړاو لري. په داسي توگه چي خلك هله آزاد گڼل كيداي شي چي د بيوزلي او ټولنيز ظلم څخه خلاص وي او دموكراسي هله ارزښت لري چي د تولنيز عدالت سره تړلي وي.

تولنيز عدالت د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ لوي آرمان دي او د دموكراتيك او مدني دولت د ثبات او ټينگښت له پاره د ټولنيز عدالت تأمين ، لازم شرط گڼي.

 

5.    افغانستان، د افغانستان ميشتو خلكو گډ لرغوني هيواد دي. د افغانستان اوبه، خاوره، شتمني وياړ او برم ددي هيواد ټولو وگړو پوري اړه لري. افغانستان واحد، يوموټي اونه تجزيه كيدونكي دولت دي. په دي هيواد كي يو قوم پر بل قوم باندي هيڅ ډول برتري نه لري او په هيواد كي ټول ميشت قومونه سره ورونه او ملي، هيوادني برابر حقوق لري.

د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ د افغانستان گټي پر قومي او ډله ييز و گټو باندي لوړي گڼي. هيواد ميشتو قومونو ته په سياسي،‌ اقتصادي، فرهنگي او ټولنيزو برخو كي د برابري او مساوي حقوقو غوښتونكي دي. غورځنگ، افراطي قوم پالنه او قومي دښمني، بشري ضد پديدي گڼي، كركه تري لري او د هغي په وړاندي مبارزه كوي.

 

6.    اقتصادي وروسته پاتي والي زموږ د تولني بنسټيزه ستونزه ده. په داسي حال كي چي د بازار اقتصاد او د مولده قواوو وده، علمي- تخنيكي  او فرهنگي پرمختگ، د اقتصادي ودي او پرمختگ له پاره قانونمند شرط گڼل كيږي، مگر هيره دي نه وي چي د پرمختيا په محور كي، د انسان نيكمرغي موجوده ده چي يوازي د مادي او معنوي، متوازني اوهم آهنگي ودي په صورت كي لاس ته راتلاي شي، نه هغه خپلسري وده چي د اقتصادي، سياسي تمركز، تولنيزي بي عدالتي، اقتصادي دوراني بحرانونو، ځنډني بيكاري، پيسه پالني، جناياتو، اخلاقي او معنوي كړكيچونو، د انساني عواطفو اوعلايقو خرابيدني، كورنيو گډو ډيو او د چاپيريال ساتني د غميزي پوري تړلي وي.

د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ د اقتصادي، سياسي، او ټولنيزي متوازني ودي او پراختيا پلوي دي. په داسي توگه چي اقتصادي وده بايد د ټولنيزي پراختيا سره مله وي او ټولنيز (عمومي) پرمختگ په اقتصادي- فرهنگي برخو، ددموكراسي په تعميم او د ټولني په سوكالي كي پلي شي.

 

7.    افغاني ټولنه په پرله پسي شاتگ پالني او فرهنگي وروسته پاتي والي كي ښكيل ده.

شاتگ پالني او فرهنگي انحطاط د تولنيز (عمومي) پرمختگ په لاركي د يوه عمده خنډ په توگه د افغانستان نن او سبا ته زيان وراړولي دي او د خلكو د اسارت او سياسي استبداد ته يي موقع برابره كړي ده، له دي امله، د آزادي، دموكراسي، ترقي او عدالت له پاره مبارزه د تجدد (مدرنيت) او فرهنگي پرمختگ سره اړيكه پيدا كوي.

د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ يو تجدد پال سياسي سازمان دي. په هره بڼه چي وي شاتگ پالني، جهل، خرافاتو او د فكر او پوهي سپكاوي سره جوړ جاړي ته كوي. غورځنگ د بشري تمدن د علمي- تخنيكي ټولو لاس ته راوړنو څخه د اعظمي گټي اخيستني پر بنسټ د پراخه فرهنگي بدلونونو غوښتونكي دي.

 

8.    موږ په داسي پيركي ژوند كوو چي د هري ټولني او هر هيواد برخليك د ټول بشريت د برخليك سره تړلي دي. د نړي پرله پسي بدلون او قانونمند پرمختگ، په نړي والي پرمختيايي پروسي كي تضاد او تناقض، په نړي والو اړيكو كي تضاد، د، نني نړي ماهيت او ځانگړني جوړوي.

په داسي حال كي چي زمونږ هيواد (د افكارو او گټو د تلاقي د نقطي) په توگه په نړي والو مناسباتو كي د پخوا په څير خپل اهميت ساتلي دي. د هيواد د څانگړي جيوستراتيژيك موقعيت او داوسني گردي نړي د وضعيت په پام كي نيولو سره د ملي گټو د ساتني له پاره په نړي والو اړيكو او بهرني سياست كي د سمي تگلاري تنظيمول، جدي اهميت او مهارت غواړي.

د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ په نړي والو مناسباتو كي د اتحاد پالني، مرستي، د نړي والي سولي او امنيت په لار كي نړي وال پيوستون، آزادي، دموكراسي، برابري او د ملتونو و حقوقو تساوي، دبيوزلو او كم وده هيوادونو د پراختيا د اصولو څخه ملاتړ او پيروي كوي.

 

9.    د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ يو واقعيت پال او سوله پال غورځنگ دي. ښي او كيڼ افراطيت او هرډول قهر او تاوتريخوالي سره جوړ نه دي. له سوله ييزي لاري د سياسي، ټولنيزو تضادونو غوښتونكي دي.

 

10.                      د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ د افغانستان ټولو خلكو پوري اړه لري. د غورځنگ ټولنيز بنسټ د خلكو پراخ قشرونه لكه: روښانفكران، كارپوهان، متخصصان، د دولتي او غير دولتي موسساتو چارواكي، مديران، ښوونكي او استادان، بزگران او كليوال  منځني حال قشرونه، روحانيون، كارگران، كسبگر، كوچيان، مالداران، او خصوصي متشبثين جوړوي.

 

 


 

1.    د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ د سازماني تشكيلاتو له مخي د واحدو تشكيلاتو، انفرادي غريتوب، انفرادي مسؤوليت او ډله ييزي رهبري، د حقوقو برابري او يو شان دسپلين، د سازمان د ننه غوړيدلي دموكراسي او الترناتيو كانديداتوري، له پاس نه تر ښكته پوري د تولو ارگانونو تاكنيز كيدل، د واكونو ويش او نوبتي رهبري،‌ فكري پلوراليزم، په سياسي بهيرونو كي د ډلو د گډو اوسيدو او موجوديت مثل او د كړنلاري او سياسي عمل د يووالي پر بنسټ فعاليت كوي.

د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ د پورتنيو ليدلور و او مرامي اصولو پر بنسټ لاندي موخي او تگلوري په مخ كي لري او د پلي كيدوله پاره يي په قانوني او سوله ييزه بڼه مبارزه  او هڅه كوي.

 

 

 

 

 

   

(دوم)

 

د ملي لوړو گټو په برخه كي د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ سياسي تگلاره او موخي:

 

 

د افغانستان د ملي امنيت او گټو له پاره د دموكراسي غورځنگ  لاندني تگلاره نيولي او تعقيبوي يي:

 

×    د هيواد دخپلواكي، ملي حاكميت، ځمكني تماميت، ملي وحدت او اقتصادي گټو څخه دفاع.

×    د اسلام د مبين دين د اساساتو او ملي غوره ارزښتونو رعايت او درناوي، د آزادي د تأمين او د نورو اديانو پيروانو له پاره د ديني مراسمو د تر سره كولو څخه ملاتړ، د شخصي، ډله ييزو او سياسي موخو له پاره، ددين، ديني او مذهبي معتقداتو څخه د سوء استفادي سره مخالفت.

×    د هيواد د دفاعي ځواك له لوړتيا څخه ملاتړ، د ملي امنيت پركفايت او پر دفاعي اصل باندي دولاړو نظامي دوكتورنيو تنظيمول او په پوځي تړونونو كي نه گدون.

×    د خلكو د باور وړ او د هيواد اساسي قانون او دموكراسي ته د معتقدو او ژمنو ملي پوليسو او اردو د جوړيدو له هڅو څخه ملاتړ.

×    د هميشني سولي او امنيت د تأمين لپاره د هڅو او دعمومي بي وسلي كولو، د قوماندان سالاري او د جنگسالارانو د سياسي او پوځي لاسبريو د جرړ ايستلو له پاره د اقداماتو ننگه او ملاتړ.

×    د هيواد د ملي امنيت د تأمين لپاره د نه جلا كيدونكي برخي په توگه د تروريزم، د مخدره توكو د ترافيك، پروسس او توليد پر ضد مبارزه.

 

 

 

 

 

 

د ملي حاكميت او سياسي پراختيا په برخه كي:

 

×    د يوي دموكراتيكي ټولني د جوړيدو په موخه د تولني په هر ارخ كي د دموكراسي د غوړيدو او بنسټيزه كيدو له پاره مبارزه.

×    د دموكراتيكو اړخونو د تطبيق، د هيواد په اساسي قانون كي تسجيل، د آزادو عادلانه، منصفانه، عمومي، سري او مستقيمو (يونفر يوه رايه) ټاكنو د اصل په رعايت كولو ولاړ د دولتي قدرت د عالي او محلي ارگانونو د پرله پسي دموكراتيزه كولو په لار كي هڅه او مبارزه.

×    د جمهوري رياست، پارلماني، ولايتي، ښارواليو او ولسواليو په ټاكنيزو مبارزو كي فعالانه گډون.

×    د خلكو د دموكراتيكو حقوقو د تأمين او د سياسي آزاديو د تأمين له پاره لكه د سياسي گوندونو فعاليت، د بيان او مطبوعاتو آزادي، د سوله ييز و مظاهرو او اعتصابونو حق چي د غير دموكراتيكو محدوديتو نو تابع او د جزائي قوانينو پوري تړلي نه وي، مبارزه كول.

×    د مدني ټولني د اصلونو د پياورتيا او د ټولني په ټولو اړخونو لكه: سياسي، اقتصادي، اجتماعي كي د صنفي او ټولنيزو سازمانونو لكه: د روښانفكري، زده كړي، ځوانانو، ښځو، ښوونكو، استادانو، كارگرانو، بزگرانو، او كسبگرو د رول د پراخيدو له پاره پرله پسي مبارزه.

×    ددكتاتوري او استبدادي رژيمونو منځ ته راتگ  پر ضد مبارزه او د سياسي قدرت د لاس ته راوړلي او ساتني په موخه د هر ډول سياسي تاوتريخوالي سره ضديت.

×    د يوي سالمي، خدمتگاري، مسلكي، شفافي او صالحي دولتي اداري د جوړيدو له پاره مبارزه.

×    د قضائيه قوي دخپلواكي له پاره مبارزه او د افغاني ټولني د ژوندانه په هره برخه كي د قانون واكمني او د مدني قانون پالني تأمينول.

×    د يوي ملي ستراتيژي په توگه، ددموكراتيكي، مدني، هوسا او عادلانه ټولني د جوړيدو له پاره، په يوه پراخه جبهه كي د عدالت خوښوونكو، دموكراتو او تجدد پالو ځواكونو د سياسي يووالي، د عمل يووالي او همكاري د تأمين له پاره هڅي.

×    د ملي عمده مسايلو په اړه د خلكو آراوو ته مخه كول او د نظر غوښتني داصل د تعميم څخه ننگه او ملاتړ.

 

 

 

 

 

 

د خلكو د فردي آزاديو او بنسټيزو حقونو د دفاع په اړه:

 

×    د انسان سالاري او مدني ټولني د جوړيدو بنسټ په توگه، د بشر د حقوقو د نري والي اعلاميي د بي قيد و شرط پلي كيدو له پاره مبارزه.

×    د فردي آزاديو او بنسټيزو حقوقو لكه د ژوندانه حق، د هستوگني، او ميشتيدني له پاره د ځاي د انتخابولو حق، د ملكيت حق، د كار او عادلانه اجوري حق، د مسافري او كسب و انتخابولو حق، د درملني او روغتيايي خدمتونو حق، د ننداري حق، د زده كړي،  پالني او علمي څيړنو حق، د ډله ييزو رسنيو څخه د گټي  اخيستني حق، د زړبودي او تقاعد حق، د معلوليت او زيان جبرانيدو حق، د محاكمي او تحقيق پر مهال د مدافع وكيل حق درلودل،  د ډله ييزي او فردي گوتنيوني د آزادي حق، د بيان، قلم، مطبوعاتو او سياسي عقايد د آزادي حق او د مخابراتو د خونديتوب حق د تأمين له پاره مبارزه.

×    د انساني كرامت، شرافت او شان د ساتلو او د انساني سپكاوي او شكنجي د منع كولو په لاركي مبارزه.

×    د بشر د حقوقو د نړي والي اعلاميي او نړي والو تړونونو پر بنسټ د كډوالو او پناه غوښتونكو  له حقوقو څخه دفاع.

×    د عامو بشري ارزښتونو څخه د دفاع پر بنسټ د هيواد او نړي د ټولو آزادي غوښتونكو او مترقي ځواكونو د مبارزي سره همغاړه  كيدل.

 

 

د ملي مسألي د حل او د ملي يووالي د ټينگښت او تأمين په اړه:

 

د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا تولنيز غورځنگ د لمي يووالي تينگښت او تأمين د خپلي مبارزي په سر لوحه كي ځاي كړي دي او په دي اړه يي لاندي  تگلاره نيولي او تعقيبوي يي:

 

×    د ملي يووالي د ټينگښت له پاره د دموكراسي پر اصولو ولار په سياسي، اقتصادي، ټولنيزو، فرهنگي او مذهبي برخوكي، د ټولو هيواد ميشتو قومونو د برابرو حقوقو د تأمين له پاره مبارزه.

×    د دموكراتيكو اصولو پر بنسټ، د دولتي اداري او اداري تشكيلاتو د سيستم پر ډول اودود، د بيا كتني (تجديد نظر) ننگه او ملاتړ.

×    د سيمه ييز انتخابي او دموكراتيكو شوراگانو د جوړيدو او هغوي ته د پراخو سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او فرهنگي واكونو د وركولو په لاركي مبارزه.

×    د قومي سيمو او محلاتو د اقتصادي، ټولنيزو او فرهنگي متوازن او همغږي انكشاف د هڅو څخه ملاتړ.

×    په هيواد كي د كوچيانو د مسألي د عادلانه حل له پاره مبارزه.

×    د تبعيض تبليغاتو او تحركاتو، د تبعيض كړنو تر سره كولو، كركي او قومي، ملي، مذهبي دشمنيو په وړاندي مخالفت.

×    د هر ډول  سياسي جورښت پر ضد مبارزه چي پر ظلم، شاتگ پالني، توكميزو، قومي، ملي، سيمه ييزو، ژبنيو، مذهبي او ډله ييرو برتريو باندي ولاړ وي.

 

 

د اقتصادي پراختيا په برخه كي:

 

د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا تولنيز غورځنگ، د بيارغوني او اقتصادي پراختيا په برخه لاندني كړنلاري او سياستونه وړاندي كوي او تعقيبوي يي:

 

×    د اقتصادي پرمختيا او پراختيا او د وروسته پاتي والي دله منځه وړولو  په موخه، ديوي عاجلي اړتيا په توگه د هيواد د اقتصادي بيارغوني له پاره د يو اوږد مهاله برنامه و تدوين په لاركي مبارزه.

×    د ملي خپلواك اقتصاد د جوړيدو، د هيواد د سمسورتيا او دخلكو د ژوندانه د ښه كيدو له پاره د ملي اقتصاد د بيلا بيلو سكتورونو لكه خصوصي، مختلطو، كوپراتيفي او دولتي ترمنځ د همغږي او تعدل د تأمين او د هر ډول ملكيت څخه ملاتړ.

×    د ځمكي لاندي منابعو، ځنگلونو، ځړڅايونو، كانونو، د انرژي په بنسټيزو منابعو،‌ بندرونو او مواصلاتي ليكو لكه هوايي او ځمكني، د مخابراتو په لويو تأسيساتو، د ښتو، شاړو ځمكو، بندونو، ويالو او د اوبو پر منابعو باندي د دولت و مالكيت كيدو څخه ملاتړ.

×    د خصوصي، مختلطي، كوپراتيفي او دولتي پانگي د لازمي همكاري پر بنسټ، د تولنيزي سمتگيري سره د بازار له اقتصاد څخه ملاتړ.

×    د معاصر ساينس، تخنيك  او تكنالوژي د لاس ته راوړنو څخه په گټي اخيستني سره د ملي صنايعو رامنځ ته كول او د هيواد صنعتي كول.

×    د ملي صنايعو، كورنيو توليداتو او لاسي صنايعو په وده او پراختيا كي د كسبگرو او صنعتكارانو د اتحاديو او ټولنو د هڅو او غوښتنو څخه دفاع.

×    د آزاد بازار، د خصوصي سكتور د مقام او سالم اقتصادي رقابت د پراختيا په ساتلو سره ، د اقتصاد په اداره كي د دولت د رول زياتوالي.

×    د كورنيو او بهرنيو  پانگو، د هغوي د گټي او ملكيتونو د ډولونو د قانوني خونديتوب تأمينول.

×    په زيربنايي برخو، روغتيا او ښوونه كي د دولتي پانگي اچوني هڅول او ملاتړ.

×    د توليد او صنعتي مديريت په بهير او د تولنيز كار په ويش كي د كارگري اتحاديو او زياركښانو د گډون له پاره د زمينو برابرول.

×    د انرژي د صنايعو او سپكو صنايعو له ودي، پرمختيا او د استهلاكي او خوراكي موادو د توليدونكو څخه ملاتړ.

×    د كرني د ميكانيزه كولو له پاره د اوبو او ځمكني ريفورم د بيلابيلو كتگوريو بزگرانو او ځمكه والو پر گټو ولارو،‌كوپراتيفي، مختلطو، خصوصي او دولتي كرنيزو فارمونو دودي او د مالداري د پراختيا څخه ملاتړ.

×    د ځنگلونو د ساتني، گټي اخيستني او د هيواد د سيندونو او طبيعي اوبو د مهاركولو له هڅو څخه ملاتړ.

×    د صنعتي او كرنيز توليد په ټولو برخوكي د اقتصادي مديريت او فعاليت د بنسټونو  ښه والي او د توريزم د صنعت په گډون د اقتصادي جورښت د خدماتو په برخه كي وده.

 


×     

×    په خدماتي او اقتصادي ډگړونو كي د اقتصادي پراختيا د بنسټ په توگه د توليدي زير بناووجوړولو او درنو افزارو د واردولو له پاره د اسانتيا وو برابرول.

×    د معاصر و اطلاعاتو او اړيكو فن را منځ ته كول او د علمي، فني، الكترونيكي او كيپيوتري څيړنو په دگر كي د پانگي اچولو پراختيا او هڅونه.

×    د غير مستقيمي ماليي په كمولو او د مستقيمي ماليي په لوړولو او د ټولنيز انكشاف په گټه د ملي عوايدو و ويش پر بنسټ د عادلانه ماليي او مالياتي سيستم د جوړيدو له پاره مبارزه.

×    د هيواد بانكي سيستم پرله پسي عصري كول، د امانتونو او سپماوو تضمين او تشويقول، په تور بازار كي د پيسو د دوران او پولي تورم مخنيوي.

×    د بوديجي د كسر مخنيوي، د كورنيو عوايد و د سرچينو په زياتولو او د پورونو او بهرنيو مرستو په كمښت ولار، د يواغيږناك بوديجوي او مالياتي سيستم را منځ ته كول او د مالي او اداري فساد سره مبارزه.

×    د سوداگرو او ملي متشبثينو څخه ملاتړ، د كورني او بهرني سوداگري پراختيا، د اقتصادي ودي، ټولنيز پرمختگ، او د خلكو د ژوندانه د كچي د لوړولو په موخه، افغانستان د سيمي په سوداگريز ماركيت بدلول.

×    د ترانسپورت پراختيا او عصري كول، په ټول هيواد كي د لويو عصري لارو او د اوسپنو پټليو غزول او د نړي والو ترانزيتي لارو د شبكو سره د هغي نښلول.

×    در چاپيريال ساتني او د هيواد د طبيعي ښكلا په لاركي هڅه او مبارزه.

 

 

 

د ټولنيزي سوكالي او پراختيا په برخه كي:

 

×    برته له قومي، توكميز، مذهبي، ديني، ژبني، سياسي، تحصيلي، كسب، نسب، شتمني، ټولنيز دريځ، جنس او د هستوگنځي داړيكو په پام كي نيولو سره د هيواد والو د مساوي او برابر و حقوقو له اصل څخه ملاټر.

×    پر خلكو باندي د مادي عايداتو د عادلانه ويش له پاره مبارزه او د مالياتي توازن جوړول چي د ملي شتمني د عادلانه ويش په چوپړكي شي.

×    د زياركښو قشرونو د سوكالي او د ژوندانه د كچي د لوړولو او په ټولنه كه د بيوزلي د له منځه وړلو لپاره مبارزه.

×    د عامي روغتيا، ښووني او روزني، د هستوگنځي د برابرولو، د تقاعد او زړبودي، كار، بيكاري، معلوليت، معيوبيت او پيښو او طبيعي افتونو په برخه كي د بيمو او دولتي خدماتو پراختيا او ايجاد له لاري د تولنيزو تأ ميناتو د تضمين له پاره هڅه او مبارزه.

×    د زيږنتونونو، وړكتونونو، كلينكونو او زده كړي د اسانتيا وو د برابرولو له لاري د مور او ماشوم ساتني په برخه كي هڅه او مبارزه او د ماشومانو د كار او مزدوري مخنيوي.

×    د وړيا روغتيايي خدمتونو، وړيا زده كړو او تحصيلاتو، د زده كوونكو او محصلانو د صنفي حقوقو د تأمين او تضمين له پاره هڅه او مبارزه.

×    د پوهانو، استادانو، ښوونكو، ليكوالانو، شاعرانو، هنرمندانو او خبرنگارانو د ټولنيزو او صنفي حقوقو د تأمين له پاره مبارزه او هڅه.

×    د ښارونو او كليو د زياركښانو د ټولنيزو حقوقو څخه دفاع، دوي د اقتصادي او صنفي غوښتنو له پاره ډله ييز تړونونه، كارگري او بزگري اتحاديي جوړول، دوي ته د غونډو جوړولو او اعتصابونو حق وركول، ښځينه چارواكو او كاگرانو ته د زيږون مخكي او وروسته معاش لرونكي رخصتي.

×    د هيواد د كم عايده قشرونو د اړتيا ور اساسي توكو د برابرولو له پاره د مساعدو شرايطو د را منځ ته كولو په لاركي د لازمو اقداماتو ننگه او ملاتړ.

×    د كالني تورم د ميزان په نسبت د متقاعدينو، دولتي چارواكو او كارگرانو د معاش شونو د كچي د لورولو له پاره مبارزه.

×    د كارگرانو، بزگرانو او كسبگرو د حقوقو څخه په ملاتړ د عادلانه قوانينو تصويب او د كار د امنيت د تأمين له پاره مبارزه.

×    د بيو د سطحي دلورتيا او تورم مخنيوي په لاركي د كوپون په سيستم د اړتيا و ړ لومړنيو توكو د ويش څخه ملاتړ او مالونو د كمښت مخنيوي.

×    د ټولنيز، اقتصادي او فرهنگي پلوه د هيواد د وروسته پاتو سيمو دگړندي ودي او پرمختيا څخه ملاتړ.

×    د فساد، وژني، رشوه او د نيشه يي توكو د اعتياد سره مبارزه.

 

 

 

د فرهنگي پراختيا په برخه كي:

 

د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا تولنيز غورځنگ د فرهنگي پراختيا په برخه كي لاندي تگلاره نيولي او تعقيبوي يي:

 

×    د هيواد فرهنگي، كلتوري نظام لكه:‌ د شووني او روزني سيستم، لوړي او مسلكي زده كړي، علوم،‌ هنر او ادبيات، د نري والو تجربو او د نري والو علمي، تخنيكي، او فرهنگي پرمختگونو د لاس ته راوړنو څخه په استفادي، پرته له تنگ نظري او تعصب څخه، د عصري كولو او بيارغولو له پاره هڅي او د فرهنگي انحطاط پر ضد مبارزه.

×    د ښووني او روزني په برخه كي د رښتيني سياست كارول، د وړيا زده كړو او تحصيلاتو تأمينول او په هيواد كي د لوړو زده كړو د موسسو او دولتي ښوونځيو د سيستم پراختيا.

×    د ځوانانو د آزادانه ورزشي فعاليتونو له پاره د لازمو شرايطو د برابرولو هڅي.

×    په فرهنگي او ټولنيزو ډ گرونو كي د گډون په موخه د ځوانانو هڅول، د هيواد، تولني او كورني په وراندي دعالي احساس او روحيي د درلودلو پر بنسټ ددوي د اخلاقي او معنوي كچي لورول.

×    د هيواد د فرهنگ د غوړيدو او فرهنگيانو د تشكيل په موخه د فرهنگي سازمانونو، ټولنو او ادارو د جوړيدو په لاركي مبارزه.

×    په گڼ توكميز هيواد افغانستان كي د فرهنگي او ښوونيز آزاد او عادلانه سياست د پلي كيدو له پاره مبارزه.

×    د ټولنيزي (عمومي) سواد زده كړي په لار كي مبارزه.

×    د علمي څيرنو د پراختيا، د خپرونو او مطبوعاتو دودي، د كتابتونو د جوړيدلو، د موزيمونو د بيارغولو او د تاريخي آثارو د كيندنو په اره د طرحي او قانون دپلي كيدلو، د لوټ شوو تاريخي آثارو د اعاده كولو، د لرغونو آثارو د راټولوني او ساتني، د نري علمي موسساتو، يونسكو او نورو اړونده نړي والو سازمانونو سره د اړيكو د پراختيا څخه ملاتړ.

×    د راديو تلويزيون شبكي، سينما، تياتر او ملي هنرونو پياوړتيا او پراختيا له پاره لازم اقدامات او په هيواد كي د فرهنگيانو د ژوندانه ښه والي ته پاملرنه.

 

 

 

د نړي والو اړيكو او بهرني سياست په ډگر كي:

 

 

د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ په نړي والو مناسباتو او بهرني سياست كي لاندني تگلاره تعقيبوي:

 

×    د نړي والي سولي او امنيت په موخه د ملگرو ملتو د منشور او د ملگرو ملتو د رول د زياتوالي څخه ملاټر.

×    د بشر د حقوقو د نړي والي اعلاميي څخه دفاع او په دي لار كي د نړي والو سازمانونو سره همكاري كول.

×    د نړي والي سولي او امنيت په لار كي د نړي وال پيوستون له پاره مبارزه او هڅه، د ملتونو د حقوقو تساوي، د اقتصادي نوي عادلانه نظم او د بيوزلو هيوادونو پرمختيا.

×    د كړكيچ پيداكوني، تروريزم، توكميز تبعيض او د مخدره توكو د توليد، پروسس او قاچاق پر ضد مبارزه.

×    د ملگرو ملتونو منشور سره سم د دولتونو تساوي او د ملتونو برخليك تاكلو د حق څخه ملاټر.

×    د دوديزي بيطرفي او ناپيليتوب له سياست څخه ملاتړ.

×    د ټولو گاونډيو هيوادونو په كورنيو چارو كي د نه لاسوهني، متقابلي مسرتي او باور په اساس د دوستانه اړيكو د تأمين له پاره د لازمو شرايطو د برابرولو څخه ننگه او ملاتړ.

×    د سيمي او نړي د هيوادونو سره د متقابلي مرستي او دوستانه مناسباتو له تأمين څخه ملاتړ.

 

 

 

 


January 21st, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها